قزاقستان په اوکراین کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني

د قزاقستان ملي بیرغ

قزاقستان چې په سیمه کې د روسیې له متحدینو څخه ګڼل کېږي، د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند آیبیک صمدیاروف د دوشنبې په ورځ وویل چې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورژیا په سیمو کې چې د روسیې د پوځیانو تر ولکې لاندې دي، د روانو ټولپوښتنو په وړاندې د آستانې دریځ د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو په اساس دی.

ښاغلي صمدیاروف ټینګار وکړ چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف په دې برخه کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړی دی.

دغه تش په نوم ټولپوښتنه چې د جمعې په ورځ پیل او نن پای ته رسېږي، د کییف، لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا غیر قانوني بلل شوې.