روسیه کې د پوځي انسجام ضد اعتراضونه؛ امنیتي ځواکونو نږدې۸۰۰ کسان نیولي

ځینې کسان چې تر پوځي رابلنې وروسته د مخالفانو د ځپلو پر مهال نیول شوي، کشران دي.

په روسیه کې نږدې ۸۰۰ کسان داسې مهال نیول شوي چې په هغه هېواد کې د قسمي پوځي انسجام پر خلاف اعتراضونه روان دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو دلې د اطلاعاتو له مخې، تر نن یکشنبې پورې په ۳۳ ښارونو تر ډېره مسکو کې لږ تر لږه ۷۹۶ تنه نیول شوي دي.

دغه ډله چې په روسیه کې سیاسي توقیفونه او نیول کېدل څاري وايي، ځینې کسان چې تر پوځي رابلنې وروسته د مخالفانو د ځپلو پر مهال نیول شوي، کشران دي.

اعتراضونه څو ساعته وروسته له هغې پیل شول چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره چهارشنبه د پوځي انسجام اعلان وکړ چې هدف یې په اوکراین کې د روسي ځواکونو ملاتړ دی.