ملګري ملتونه: ګڼو افغان کورنیو خپلې وړې لوڼې واده کولو ته مجبوره کړي

ارشیف: د افغانستان کارګرې نجونې

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ او نهیلۍ له کبله ګڼو کورنیو خپلې لوڼې په وړوکوالي کې واده کولو ته مجبوره کړي او اوس د دغو نجونو د څارنې او خوندیتوب مسوولیت ور تر غاړې دی.

ملګرو ملتونو نن په یوه اعلامیه کې ویلي، له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي.

تر یوه کال زیاته موده کېږي چې طالبانو په ملي او نړیواله سطحه د غوښتنو برخلاف نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.