ایران کې د اعتراضونو دوام؛ حکومت پر انټرنېټ محدودیتونه لګولي

ایران کې د روانو لاریونونو انځور

په داسې حال کې چې په ایران کې اعتراضونه روان دي، حکومت پر انټرنېټ محدودیتونه لګولي دي.

د نېټ بلاکز په نوم د ویبسایټونو یوه څارونکي بنسټ پرون راپور ورکړ، چې په ایران کې د سکایپ فعالیت بند شوی او دا پر مخابراتي خدماتو د لګېدلو محدودیتونو لړۍ ده.

تر دې مخکې پر نورو شبکو لکه انسټاګرام، واټس اپ او لینکډاین هم محدودیتونه لګول شوي دي.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه روان دي.

مهسا امیني د سپټمبر میاشتې پر ۱۳مه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو له لوري ونیول شوه، خو درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او بالاخره یې هلته ساه ورکړه.

دا پېښه په ټول ایران کې د پراخو مظاهرو سبب شوه.

اعتراض کوونکي وايي، هغه د توقیف پر مهال ډبول شوې ده.