د افغان ښځو پر وړاندې د چلند د بدلون لپاره نړۍ څه اقدامات کړي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، که د نړۍ په کونج کې پر ښځو یا هم نورو ډلو زورزیاتی کېږي، دوی یې مخالفت کوي.

د دې غورځنګ یوې غړې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «ظالمانه» وباله او د دې چلند د بدلون غوښتنه یې وکړه.

طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي او ښځې هم په اکثرو ادارو کې له دندو راګرځول شوي دي.

زموږ همکار صالح محمد صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښې غړې ثنا اعجاز د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې د اوسنیو چارواکو د چلند د بدلون لپاره نړۍ څه اقدامات کړي دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه