طالبانو په ټول افغانستان کې د ژورو څاه ګانو مالکانو ته نوې سپارښتنه کړې

هلمند کې ژوره څاه چې وړمه ورځ ترې یوه ښځه ژوندې راایستل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني چې لا هم د امریکا او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دی له والیانو، امنیه قوماندانانو او ولسوالانو غوښتي چې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته، د څاه‌ګانو د سرونو د پوښلو سپارښتنه وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته یو استول شوي پیغام کې ویلي: "ټولو اړونده چارواکو ته هدایت ورکول کېږي چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څاه‌ګانو مالکینو ته خبر ورکړي، څو د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي. د نه پټولو په صورت کې به اړوند کسان عدلیي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کسان چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو د سرونو د پوښلو توان نه‌لري، وضعیت یې څېړل کېږي او بیا یې په اړه پرېکړه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ژورو څاه‌ګانو ته یو شمېر ماشومان او مېرمنې لوېدلي چې ډېر شمېر یې مړې شوې دي.