ملګرو ملتونو له افغانستان سره د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ

رامز الاکبروف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د متحدو ایالتونو د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ.

رامز الاکبروف پرون په ټویټر کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي.

د ده په وینا دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.