زرګونو فلسطینیانو د لسګونو مړو شویو کډوالو د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

ارشیف

په زرګونو فلسطینیانو پرون د لبنان د شمال د کډوالو د یوه کمپ د فوټبال په یوه کوچني میدان کې په لسګونو هغو کډوالو ته دعا وکړه، چې تېره اوونۍ د سوریې سواحلو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شول.

د اسوشېټیډ پریس اژانس په حواله، د سوریې د طرطوس ساحلي ښار د یوه روغتون مشر ویلي، د دې پېښې د مړو شمېر ۸۹ ته رسېدلی.

د ده په وینا ۲۰ کسان بستر دي او ۶ کسان له روغتونه رخصت شوي دي.

د لبنان پوځ پرون اعلان وکړ، هغه کس یې نیولی چې ویل کېږي په کښتۍ کې دغه خطرناک سفر یې تنظیم کړی و.

دا تر ټولو خونړۍ پېښه ده، چې په نتیجه کې یې زیات شمېر لبنانیان، سوریایان او فلسطینیان چې هڅه یې کوله له لبنان ځانونه اروپا ته ورسوي پر یوه ځای مري.