ایران کې د 'مهسا امیني' تر مرګ وروسته لاریونونو افغان کډوال اغېزمن کړي

ډاکترانو د مهسا امیني د مړینې اعلان د سپټمبر پر ۱۶مه وکړ، دا پېښه د دې سبب شوه چې د ایران بېلابېلو ښارونو کې اعتراض کوونکي لارو سړکونو ته راووځي چې د دوی دا مظاهرې اوس هم روانې دي.

د مهسا امیني تر مرګ وروسته په ایران کې وروستي وضعیت یو شمېر افغان کډوال هم اغېزمن کړي دي.

احسان حکیمي له تېر یو کال راهیسې د ایران په اصفهان ښار کې ژوند کوي، دی وایي له هغې مودې راهیسې چې د مهسا امیني په نوم د یوې ایرانۍ انجلۍ له وژنې وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې عامو خلکو د حکومت پر ضد په اعتراضونو او لاریونونو لاس پورې کړی، د دوی په ژوند یې هم منفي اغېز کړی دی.

حکیمي ازادي راډیو ته وویل: "انټرنېټي اړیکې مو پرې شوي، خامخا مو کورنۍ موږ ته او موږ هغو ته په اندېښنه کې یوو. دلته لوی دوکانونه او مارکېټونه ټول بند دي، ان په نانوایانو کې وچه ډوډۍ نه پیدا کېږي. د خوراکي موادو بیې لوړې شوي. هغه شرکتونه چې افغانان په کې کار کوي هغه هم بند شوي. بل دا چې له وېرې بېرون نه شو وتلی چې موږ د لاریون کوونکو په ډله کې ونه نیول شو."

یو افغان محصل چې ایران ته د زده کړو لپاره تللی او د تهران پوهنتون محصل دی، د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل چې وروستي وضعیت دوی هم له خپلو چارو په شا پاتې کړي دي.

هغه وايي: "له تېرې یوې اونۍ راهیسې پوهنتونونه بند دي، درسي ټولګي هم نه دایرېږي. انټرنېټي ستونزې رامنځته شوي. د انترنېټي اړیکو بندېدو محصلان له زیاتو ستونزو سره مخ کړي. له پوهنتون او لیلیې نه هم بهر د امنیتي وضعیت په اړه چې کوم راپورونه راځي له بده مرغه منفي دي. د هرې پېښې اټکل کېږي نو له دې امله محصلان هم کاملاً په انزوا حالت کې دي."

تهران کې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون د روانو لاریونونو انځور

دا افغان محصل وایي، کله کله په پوهنتون دننه هم د ځینو ایراني محصلینو له لوري ورته اعتراضونه کېږي چې د دوی امنیت لا ګواښي.

د یو شمېر هغو افغان کډوالو چې په ایران کې دي، کورنیو یې ازادي راډیو ته وویل چې ایران کې وروستي وضعیت دوی هم خورا اندېښمن کړي دي.

د احسان حکیمي ورور رحمان الله له کابله ازادي راډیو ته وویل: "دا څلور پنځه ورځې کېږي چې احسان الله سره اړیکې نه شو نیولی. هلته انټرنېټي خدمات بند دي موږ ډېر ورته اندېښمن یویو."

یوه افغان مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم ولیکل شي، دا هم د کابل ښار اوسېدونکې ده، وایي هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د دې لپاره چې ځوانانو ورور او یو لېوره یې په پخواني حکومت کې دندې درلودې د طالبانو له وېرې ایران ته وتښتېدل، خو ایران کې هم وروستیو امنیتي وضعیت دوی اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: "د ایران وضعیت اوس له افغانستانه بدتره شو. موږ وېرېږو چې خدای مه کړه دوی بېرته را ډیپورټ نه کړي او افغانستان ته رانه شي چې په لاره کې یې طالبان ونه نیسي. زموږ اندېښنې زیاتې شوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د مهسا امیني په نوم ۲۲ کلنه ایرانۍ انجلۍ د حجاب نه رعایتونو له کبله د «ګشت ارشاد» پولیسو له خوا لومړی ونیول شوه چې وروسته د راپورونو له مخې د شکنجې په نتیجه کې مړه شوه.

ډاکترانو د مهسا امیني د مړینې اعلان د سپټمبر پر ۱۶مه وکړ، دا پېښه د دې سبب شوه چې د ایران بېلابېلو ښارونو کې اعتراض کوونکي لارو سړکونو ته راووځي چې د دوی دا مظاهرې اوس هم روانې دي.