روسیې د اوکراین په اشغال کړیو سیمو کې د ټولپوښتنې بهیر پیل کړی

ارشیف

روسیې د اوکراین په څلور سیمو کې چې ځینې برخې یې روسانو اشغال کړي د ټولپوښتنې په نوم بهیر پیل کړې دی.

په دې ټولپوښتنه کې چې پرون د سپټمبر په ۲۳مه پیل شوه، په له خلکو پوښتنه کېږي چې د اوکراین دا برخې د روسیې د فدراسیون د قلمرو برخه شي که نه.

دا ټولپوښتنې د لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا په هغو سیمو کې چې د مسکو تر اداره لاندې دي ترسره کېږي.

ځینو خلکو دا یو شرموونکی عمل بللی ځکه د دوی په وینا د نړیوالو قوانینو په اساس دا کار غیرقانوني دی.

په عین حال کې په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې چارواکو رای ورکوونکي ګواښلي او وېرولي دي.