امریکا او ملګرو ملتونو د کابل پرونۍ چاودنه وغندله

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې د تېر ورځې چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، ملګروملتونو، متحدوایالتونو او نورو دا برید غندلی دی.

د کابل د پلازمېنې په امن سیمه وزیراکبرخان مېنه کې د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر چې لومړی څلور تنه وو، اوو ته لوړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا حمله د وزیراکبرخان د جامع جومات مخې ته د یوه موټربم د چاودلو له کبله شوې ده او پر اوو مړیو سربېره د ماشومانو په ګډون له ۴۰ زیات نور کسان هم په کې ټپیان شوې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه داسې مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه وروسته له جوماته د راوتو په حال کې وو.

د پخوانیو بمي حملو په څېر د پرونۍ چاودنې پړه هم سمدستي کومې ډلې نه ده منلې، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د برید د عاملانو د موندنې لپاره د دوی هڅې روانې دي.

هغه وویل: "زموږ کشفي بنسټونه لاس په کار شوي دي څو معلومه کړي چې دا کار د چا له خوا او د کوم هدف لپاره شوی دی."

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما ویلي چې دا چاودنه په دې هېواد کې د بې امنیتۍ او تروریستي فعالیتونو ترخه یادونه ده.

یوناما د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوي او د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندانۍ یا سنتکام هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې پر لمونځ کوونکو دا ډول حملې هېڅ راز توجېه نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې پر جوماتونو بریدونه او د لمونځ کوونکو هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت دی.

پرونۍ چاودنه، تېرو پنځو ورځو کې په کابل کې دریمه چاودنه وه.

په دې اړه نور: کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي

د چهارشنبې په ورځ د کابل د همزنګ په سیمه کې په یو رستورانټ کې چاودنې ۳ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

د همدې ورځې په ماښام د کابل په خیرخانې مېنې کې هم پر یو امنیتي پوستې د چاودنې راپور ورکړل شو، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا تلفات یې نه درلودل.

یو شمېر نورو افغان سیاستوالو له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامدکرزي هم دا برید په کلکه غندلی او تروریستي عمل یې بللی دی.