نن اوکرايين کې د روسيې تر واک لاندې سيمو کې ټولپوښتنه ترسره کېږي

اوکرايين

د اوکرايین څلور سیمې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، نن له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه ترسره کوي.

دا ټولپوښتنه له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بلل شوې ده.

ټولپوښتنه به د سپتمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې ترسره شي.

د دې رای ګیري د ترسره کولو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اوکرایین پوځ د دغه هېواد د خاورې ډېرې برخې ازادې کړي.

لوېدیځ چارواکي او کارپوهان وايي چې پوتین غواړي له دې جعلي رایو څخه په استفادې د روسیې پر خاوره د اوکرایین د برید ادعا وکړي او ګواښ وکړي چې د خپل ځان د دفاع لپاره به له اټومي وسلو کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د سپتمبر په ۲۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې یو څرګند پیغام واستوي چې دا "غیر مسؤلانه" اټومي ګواښونه باید سمدستي ودرول شي.

بلېنکن د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې ودرېږي او خبرداری یې ورکړ چې پر اوکرايین د کریملین د مشر برید او د اوکرايین د خاورې د زیاتې برخې له روسیې سره د یو ځای کېدو هڅې نړیوال ثبات له ګواښ سره مخ کوي.