بلاول بوټو: نړيوالو سره د ژمنو د نه عملي کېدو له امله طالبان په رسميت نه پېژندل کېږي

بلاول بوټو د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست اميرخان متقي سره

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا ځکه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی چې خپلې ژمنې یې نه‌دي پوره کړي.

نوموړي دا خبره د فرانسې له تلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د هغه اقدام په اړه خواشیني څرګنده کړې چې په افغانستان کې یې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.