زابل کې د نري رنځ ناروغي ډېره شوې

د نري رنځ يو روغتون - ارشيف

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وايي، په وروستیو څو میاشتو کې د نري رنځ لږ تر لږه ۶۰۰ ناروغان تشخیص شوي دي.

نوموړي په عین حال کې د بې پولې ډاکترانو له لوري په زابل کې د نري رنځ د درملنې لپاره د یوه مرکز د جوړېدو یادونه وکړه.

نوموړي وويل: "په خواشینۍ سره په دې وروستیو کې د زابل په بېلابېلو ولسوالیو او بانډو کې د نري رنځ پېښې زیاتې شوي دي، په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۰۰ ناروغان تشخیص شوي او د هغوی درملنه اوس هم روانه ده."

په وروستیو کې په زابل کې د نس ناستې او شري ناروغۍ هم ډېرې خپرې شوي چې له کبله یې یو شمېر کسان په تېره بیا ماشومان مړه شوي دي.