ملګري ملتونه: په پاکستان کې سېلابونو افغان کډوال هم ډېر ځپلي

پاکستان کې سېلابونه

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یا يو اين ايچ سي ار وايي، په پاکستان کې سېلابونو په پاکستانيانو سربېره افغان کډوال هم ډېر ځپلي دي.

د دې ادارې وياند قیصر افريدي مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا اته لکه افغان کډوال داسې دي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې اوسېږي او سېلابونو پرې په بېلابېله بڼه بده اغېزه کړې ده.

د هغه په وينا يو اين ايچ سي ار دې خلکو ته نغدې پيسې ورکوي او کوښښ یې کړی چې په وخت ورته خواړه، خېمې او نور شيان ورسوي.

قیصر افریدی زیاتوي چې د سپتمبر په ۱۹مه ورته امريکا د نورو پيسو د ورکړې اعلان کړی چې د بشري مرستو رسول به لا اسانه کړي.

پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له یو نیم زرو اوښتی دی.