چین د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه

تایوان

چینايي چارواکو د تایوان په اړه د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

په یوه وروستۍ تلویزیوني مرکه کې، جو بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چین پر تایوان برید وکړي دوی به د تایوان دفاع وکړي وویل: "هو، که واقعاً یو بې ساری برید وي."

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون د سپټمبر په ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې د ښاغلي بایډن څرګندونې د امريکا له تګلارې څخه په کلکه سرغړونه وبلله او ويې ويل چې دا د تايوان بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته يو "جدي ناسم سيګنال" ورکوي.

ماو نينګ دا هم وويل چې بېجينګ د هر ډول اقدام حق ځان ته محفوظ ګڼي.