د اروپايي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پر روسانو نوی بنديز ولګاوه

د اروپايي ټولنې بيرغ - ارشيف

د اروپایي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا سر له نن خپلو هېوادونو ته د هغو روسانو په ورتګ بندیز ولګاوه چې اروپایي ویزې لري.

سویس هم اعلان کړی چې سره له نن روسانو ته د "اسانه ویزې" بهیر ځنډوي.

پر روسي اتباعو د پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا نوی بندیز تر هغو محدودیتونو ډېر سخت دی چې پخوا د اروپایي ټولنې نورو غړو پر دوی لګولي وو.

د دغه بندیز له مخې سره له نن (د سپټمر له ۱۹مې) هغه روسان دغو اروپایي هېوادونو ته نه‌شي ننوتلی چې د ګرځندوی، سوداګرۍ، سپورټ او کلتوري چارو شنګین ویزې لري.

دغو هېوادونو د روانې میلادي میاشتې په سر کې یوې ګډې اعلامیه کې وویل، د روسانو "د پام وړ او ډېر" ورتګ په اړه امنیتي اندېښنې لري.

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو بيرغونه

دوی دا اندیښنې پر اوکراین د روسیې د نا موجه یرغل پایلو ته په کتو څرګندوي.

سویس هم ویلي چې سر له نن نه روسي اتباعو ته د اسانه ویزې تګلاره ځنډوي.

پولنډ او د بالتیک حوزې نورو هېوادونو ویلي، پر روسانو د دوی بندیز مطلق نه‌دی بلکې ځینې استثناوې لري.

دوی ویلي، د روسي د حکومت مخالفان، بشري پېښې، د روسیې ډیپلوماتیک ماموریت او د کورنیو د غړو اړیکې به له نوي بندیزه مستثنا وي.

د اروپایي ټولنې غړو په تېره اګست میاشته کې دغې ټولنې ته د ورتلونکو روسانو په نژدې - بشپړ ممنوعیت بحث وکړ، خو جرمني او فرانسې د دغه کار مخالفت وکړ او استدلال یې وکړ چې دا ګام به معکوسې پایلې ولري.

د اروپا د شمال او بالتیک حوزې هېوادونه بیا د دې ګام ملاتړ کوي.

د اګست په ۳۱مه اروپایي ټولنې د لومړي ضروري ګام په توګه له روسیې سره د ویزې د اسانتیا هوکړه لیک وځنډوه.

روسي چارواکو پر هغو کسانو کړۍ ننګه کړې چې پر اوکراین د دوی د یرغل مخالفت کوي، پر دې سربېره پر ازادو رسنیو او غیر دولتي موسسو هم فشارونه زیات شوي دي.

له کله چې تېره فبروري میاشت کې روسیي پر اوکراین یرغل پيل کړ، لسګونه زره روسان له خپل هېواده وتلي دي.

روسي چارواکو تر اوسه د دوی پر اتباعو د لګول شوي بندیز په اړه څه نه‌دي ویلي.