جو بايډن: امريکا به د چين د تهاجم په وړاندې د ټايوان دفاع وکړي

جو بايډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه وویل، چې امریکايي ځواکونه به د چین د تهاجم په وړاندې د ټایوان دفاع وکړي، خو سپینې ماڼۍ ویلي، چې د واشنګټن پالیسي بدله شوې نه‌ده.

د CBS ټلوېزیون په (60 Minutes) پروګرام کې له ولسمشر بایدڼ پوښتنه وشوه، چې ایا امریکايي پوځيان به د ټایوان دفاع وکړي؟ ولسمشر بایډن وویل، که کومه بې‌سارې حمله وشوه، هو!

دا لومړی وار نه‌دی چې بایډن وايي امریکايي ځواکونه به د چین او ټایوان ترمنځ په احتمالي جګړه کې برخه واخلي، خو سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې تر دغو څرګندونو وروسته له تبصرو ډډه وکړي.

واشنګټن له ټایوان سره ډیپلوماتیکې اړیکې په ۱۹۷۹م کال کې پرې کړې.