د کابل مکروریانو هټیوال: پر وخت د اور نه مړ کېدو له امله مو هر څه وسوځېدل

د کابل مکروریانو کې د سوځېدلو لسګونو دوکانونو پاتې شونې

د کابل د څلورمو مکروریانو په لیلامي مارکېټ کې د سوځېدلو دوکانونو مالکان وايي، په وخت د اطفايې د نه رسېدو له امله د دوی شتمني د اور خوراک شوه.

د کابل د څلورمو مکروریانو په لیلامي مارکېټ سهار وختي ۴ بجې اور ولګېد چې د لمر له راختو سره یې په دوکانونو کې ټول شته توکي په ایرو بدل کړل.

د دې مارکېټ دوکانداران وايي، په وخت د اطفایې د نه رسېدو له امله دا مارکېټ د اور خوراک شو او د اطفایې کارکوونکي هغه وخت ور ورسېدل چې نور د ژغورلو لپاره څه نه و پاتې.

د دې مارکېټ دوکاندار ایمل ازادي راډيو ته وویل: "شاوخوا ۲۵ یا ۲۷ لکه افغاني مال مو وسوځېد. نه پوهېږم چې څنګه اور ولګېد، خو اطفایې هېڅ پاملرنه و نه کړه چې ژر راشي او اور مړ کړي. که اطفایه وختي راغلې وای، یو یا دوه دوکانونه به سوځېدلي وای، خو ټول چې ښه وسوځېدل، بیا اطفایه راغله. "

د دې مارکېټ یو بل دوکاندار حمیدالله وویل: "څو ځله مو له اطفایې سره اړیکه ونیوله، دوه ساعته وروسته چې هر څه وسوځېدل، اطفایه راغله. یو دوکان سوځېدلی و او که اطفایه وختي راغلې وای، بل هېڅ دوکان نه سوځېده. موږ خپله ډېر بې چاره او بې وسه خلک یوو او هېڅ نه شو کولای چې دا دوکانونه بېرته ورغوو او خپل د کار سیستم برابر کړو، اوس حیران پاتې یوو چې څه وکړو؟"

د ازادي راډیو خبریال سیمې ته د اطفایې د ناوخته رسېدو په اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له ویاند عبدالنافع ټکور او د کابل د امنیه قومندانۍ له ویاند خالد ځدراڼ څخه هم وپوښتل، ښاغلي ټکور ځواب ورنه کړ.

خو ځدراڼ بیا ازادي راډیو ته په یو پیغام کې که څه هم د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی خو لیکلي یې دي: "اور د اور وژنې د کارکوونکو له خوا نهه بجې په بشپړ ډول مړ شو. د اور لګېدنې لامل لا معلوم نه دی خو څېړنې روانې دي."

د کابل مکروریانو مارکېټ کې د سوځېدلي مارکېټ انځور

که څه هم کره ارقام نه شته چې د دې مارکېټ په سوځېدلو سره یې دوکاندارنو ته څومره مالي تاوان کړی خو ویل کېږي، چې په دې مارکېټ کې تر ۵۰ ډېر دوکانونه سوځېدلې دي.

د کابل د څلورمو مکروریانو د لیلامي په دې مارکېټ کې چې بېلابېل لیلامي توکي خرڅېدل، دوکاندران یې اوس د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې مارکېټ په بیا جوړولو کې له دوی سره وکړي.

دا مارکېټ داسې مهال د اطفایې د ناوخته رسېدو له امله سوځېږي چې تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د اور لګېدو په پېښو کې د اطفایې د ناوخته رسېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

مسوولانو مخکې د اور لګېدنې ځایونو ته د اطفایې په ځنډ سره رسېدلو یو لامل، په ښار کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه یاده کړې، خو د یادونې ده چې د کابل د څلورمو مکروریانو په لیلامي مارکېټ کې د دوکاندارانو په خبره اور سهار وختي لګېدلی، هغه مهال چې ښار کې د موټرو تګ راتګ ډېر کم وي.