فنلنډ کې د مایع ګاز د یوه ټانکر د تشېدو مخه نیول شوې

د چاپیریال ساتنې فعالانو د سپټمبر په اتمه په سویډن کې هم له روسیې څخه د وارد شوي طبیعي ګاز د ټانکرونو د تشېدلو مخه ونیوله.

د ګرین پیس په نوم د فنلنډ د چاپیریال ساتنې فعالانو د دې هېواد په شمال کې د مایع ګاز د یوه ټانکر د تشېدو مخه ونیوله.

د فنلنډ د ګاز دولتي شرکت ګازوم چې د ګاز دا بسته یې وارده کړې وه پرون د سپټمبر ۱۷ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې ګاز دا ټانکر له روسیې څخه فنلنډ ته راوړل شوی و.

د چاپیریال ساتنې فعالانو د سپټمبر په اتمه په سویډن کې هم له روسیې څخه د وارد شوي طبیعي ګاز د ټانکرونو د تشېدلو مخه ونیوله.

دوی پر اوکراین د بې دلیله حملې له کبله د روسیې د ګاز د صادراتو د تحریم غوښتنه وکړه او پر حکومته یې غږ وکړ چې له روسیې څخه د سونګ د فوسیلي موادو واردات سمدستي بند کړي.

اروپايي ټولنې او سویډن د روسیې د ګاز صادرات نه دي بند کړي خو یوازې له دې هېواده د تېلو او د ډبرو د سکرو صادرات یې تحریم کړي دي.