کابل کې یو شمېر کسانو د کنګل شویو پیسو په غبرګون لاریون وکړ

ارشیف

په کابل کې نن یوه ډله خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د وروستي اقدام پر ضد لاریون وکړ.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې لاریونوالو چې ظاهراً د طالبانو د چارواکو له خوا تنظیم شوي وو د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان پیسې دې خلاصې او دغه هېواد ته ورکړي.

امریکا اعلان کړی چې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو به درې نیم میلیارده سویس کې یوه بانک ته انتقالوي، خو د طالبانو حکومت به ورته لاسرسی ونه لري.

نړیوالې ټولنې په راس کې امریکا د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.