د قرغزستان او تاجکستان ځواکونو بیا سره نښتې کړي

د قرغزستان او تاجکستان پوله

د قرغزستان او تاجکستان پوله ساتو ځواکونو بېګا یو وار بیا سره نښتې کړي.

دا یوه ورځ وروسته له هغه چې دواړه خواوې په اوربند سلا شوې وې.

د قرغزستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې تېره شپه پر یوه کلي برید شوی، خو دغو بریدونو ډېر دوام ونه کړ.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله وضعیت نسبتاً ارام دی.

خو د اعلامیې له مخې قرغزي ځواکونو په ځینو مواردو کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
د دوی شخړه تېره اونۍ د یوې سرحدي لانجې پر سر پیل شوه.