د افغانستان د فوټبال ځوانانو لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ځوانانو لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا تر شلو کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولیو په سیالیو کې پرون عمان ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

دا ګول امېد رجبي د لوبې په ۲۸ دقیقه کې وواهه.

دغه لوبه پرون د عمان په صلاله لوبغالي کې ترسره شوه.

له دې مخکې افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه ټایلنډ ته د درې د صفر په مقابل کې بایللې وه.

د افغانستان بله لوبه سبا یکشنبې له فلیپین سره ده.

افغانستان له ټایلنډ، عمان او فلیپین سره په یوه ګروپ کې دی.