اوکراین کې سلګونه ډله ییز قبرونه موندل شوي

اوکراین کې ډله ییز قبرونه

اوکراین د ایزیوم ښار دباندې د سلګونو ډله ییزو قبرونو د موندلو خبر ورکړ.

دغه اعلان پرون جمعه وروسته له هغې وشو چې اوکرایني ځواکونو دغه ښار بېرته له روسي ځواکونو ونیوه.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روسیې دولت دې د تروریزم د تمویلونکي دولت په توګه وپېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن ویلي چې روسیې یوه ډېره وحشتناکه لاره خپله کړې او ښایي جنګي جرمونه یې ترسره کړې وي.

روسیې په اوکراین کې د دغو موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.