څېړنه: د معتادينو ۷۰ سلنه مړینه د نشه‌يي موادو د اندازې د ډېروالي له امله ده

يو شمېر پر نشه روږدي کسان - ارشيف

يوه تازه څېړنه ښيي چې، په سلو کې تر (۷۰) ډېرو معتادینو مړینه د نشه يي موادو د ډېر استعمال یا اوورډوز (overdose) له امله ده.

دا څېړنه چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې او روغتيا نړیوال سازمان په ګډه کړې په نتيجه کې يې موندلې چې، د نشه يي موادو اندازه هغو معتادینو ډېره کړې چې تازه له زندان څخه ازاد شوي دي.

د دې څېړنې پايله ښيي چې، په اروپايي هېوادونو کې په سلو کې (۷۷) معتادین د نشه يي موادو د اندازې ډېرېدو یا اوورډوز له امله مړه کېږي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې د نشه يي موادو د استعمال اندازه ډېرول یا اوورډوز د معتاد تنفسي سيسټم خرابوي.

نوموړی وايي: "یو دا چې د نشه يي موادو په کيفيت کې توپير وي، د بېلګې په ډول يو ګرام نشه يي مواد دي، خو موثر مواد يې نيم ګرام وي، کله چې معتاد د دې موادو نشه وکړي، نو غوښتنه يې نه پوره کېږي، په دې صورت کې معتاد د دې موادو اندازه ډېروي او د اوورډوز پړاو ته داخلېږي. بل دا چې کله يو ځل د معتاد درملنه وشي او بيرته نشو ته مخه کړي نو اندازه يې ورته معلومه نه وي، په دې حالت کې هم اوورډوز ته ځي. د اوورډوز لومړی کار دا دی چې د انسان تنفسي سيسټم ګډوډ کوي، کله چې د ناروغ تنفس ګډوډ شو، په وينه کې يې د اکسيجن توازن ګډوډ کېږي او د ناروغ د مړينې چانس ډېرېږي."

ارشيف

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښودلې، تر ټولو هغه معتادین له ډېر خطر سره مخ دي چې پخوا معتادان وو، خو وروسته د زندان يا زور له لارې نشې پرېیښودلو ته اړايستل شوي دي.

هغه معتادین چې د اوورډوز له امله مړه شوي، ډېری يې هغه کسان دي چې د هېروينو او ښیښې په ګډون يې د کېمياوي نشه يي موادو نشه کوله.

"تر څو چې يو څوک په خپله خوښه درملنې ته حاضر نه شي، درملنه يې نتيجه نه ورکوي"

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور وايي، یو معتاد په زور نشې پرېښودلو ته اړایستل هغه يوازې د لنډمهال لپاره له نشه يي موادو څخه لرې ساتي، خو کله چې معتاد ځان ازاد احساس کړ، سمدلاسه بیرته نشو ته مخه کوي.

نوموړی وايي: "تر څو چې يو څوک په خپله خوښه درملنې ته حاضر نه شي، درملنه يې نتيجه نه ورکوي، هر وخت چې بېرته زمينه ورته برابره شي ځان نشه يي موادو ته رسوي."

د روغتيا نړیوال سازمان د معتادینو د درملنې په برخه کې اړونده ادارو ته توصيه کړې چې، د نشه يي موادو د اندازې د ډېروالي د مخنيوي لپاره دي روغتيايي خدمات ډېر کړي او د معتادینو درملنه دي په معیاري لارو چارو وکړي.

په معتادینو کې د نشه يي موادو د اندازې د ډېروالي او معتادینو د درملنې معياري ميتود ته پام نه کولو په اړه د ملګرو ملتونو دا دوې ادارې داسې مهال خبرداری ورکوي چې، د طالبانو حکومت له يوه کال راهيسې زرګونه معتادین په زندان کې ساتلي او هغوی يې په زور د نشې پرېښودلو ته مجبور کړي دي.

د دې معتادينو له جملې څخه ځينو معتادینو او د کورنۍ غړو يې ازادۍ راډيو ته ويلي چې، له زندان څخه تر ازادېدو وروسته بیرته په نشو اخته شوي او تر پخوا يې د نشه يي موادو اندازه هم ډېره کړې ده.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

څېړنه: د معتادينو ۷۰ سلنه مړینه د نشه‌يي موادو د اندازې د ډېروالي له امله ده