له ۱۷ کلونو وروسته د انګلينډ کرېکټ لوبډله پاکستان ته تللې

د انګلستان کرېکټ لوبغاړی - ارشيف

د انګلیستان یا انګلينډ د کرېکټ لوبډله له ۱۷ کلونو وروسته په لومړي ځل د سیالیو لپاره پاکستان ته تللې ده.

د انګلیستان او ګڼو نورو هېوادونو د کرېکټ ټیمونه د نا امنۍ له درکه د اندېښنو په خاطر پاکستان ته نه تلل.

د انګلیستان د کرېکټ ټیم وروستی ځل په ۲۰۰۵ م کال پاکستان ته سفر کړی و.