د تاجکستان او قرغزستان پر پوله له تازه نښتو وروسته دواړه لوري په اوربند سلا شوي

ازبکستاني پوځيان - ارشيف

د تاجکستان او قرغزستان ولسمشران نن د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستۍ پیل شوې سرحدي جګړه کې پر اوربند سلا شول.

د قرغزستان د ولسمشر له دفتره یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې سدر جپاروف نن په سمرقند کې د خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره ولیدل او په همدې لیدنه کې پر اوربند موافق شول.

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال کیامورز عطا په دې اړه وايي : "نن د ازبکستان په سمرقند کې د قزاقستان او تاجکستان مشرانو خپلو کې ولیدل او پر اوربند یې هوکړه وکړه. همدارنګه سلا شول چې دواړه لوري به خپل ځواکونه له کرښې څخه په شا کوي. دا چې ولې دا لیدنه په سمرقند کې وشوه، ځکه چې د دواړو هېوادونو مشران دا مهال د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې ددې سازمان د غړیو هېوادونو په توګه همالته دي."

د قرغزستان پوله ساتې ادارې تاجکستاني سرتیري تورن کړي دي چې د جمعې په سهار یې یو ځل بیا په لانجمنه غرنۍ سرحدي سیمه کې د دوی پر څو پوستو بریدونه کړي چې په کې یې له ټانکونو، توپونو او هاوان کار اخیستی دی.

قرغزي پوله ساتو همدارنګه ددې هېواد په جنوبي سیمو لایلیک او باتکین کې د نښتو د دوام خبر ورکړی دی.

دا هم ویل شوي چې تاجکستاني لوري د سیمه‌يیز مرکز باتکین پر څنډو توغندي ویشتي دي او د ښار هوايي ډګر ته څېرمه سیمه کې یې ملکي تاسیسات ویجاړ کړي دي.

تاجکستان بیا په خپل وار قرغزي ځواکونه تورن کړي چې په همدې سیمه کې یې د دوی یوه پوسته او اووه کلي په درنو وسلو بمبار کړي دي.

ارشيف

د تاجکستان په اسفاره ښار کې کې چارواکو ویلي چې، یو ملکي کس د دوی خواته وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا قرغزي چارواکو ویلي، په باتکین ولایت کې یې ۳۱ کسان د تاجیکي ځواکونو په ډزو ټپیان شوې دي.

دا ولایت د تاجیکستان د سغد سیمې سره په پوله پروت دی چې په کې وروخ تاجک تړانګه هم شامله ده کومه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو کې توده موضوع ده.

تاجکستان وروخ د خپلې سرحدي سیمې برخه ګڼي.

د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تأییدیدلی.

دا نښتې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د قرغزستان او تاجیکستان دواړو ولسمشران په ازبکستان کې سیمه‌يیزه سرمشریزه کې برخه لري.

قرغزستان وايي د بهرنیو چارو وزیر یې په وروستیو نښتو له خپلو تاجکستاني سیال سره خبرې کړي دي، خو پوله ساتو یې ویلي چې دوه ځلې اوربند مات شوی دی.

د قرغزستان پوله ساتي ځواکونه وايي، ټاکل شوې وه چې د قرغزستان او تاجکستان پر پوله د پرتو دواړو ولایتونو والیان هم سره وګوري.

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د ۹۷۰ کیلومټره پولې نژدې نمايي یې لا په نښه شوې نه ده چې وخت ناوخت د دواړه هېوادونو ترمنځ له یو بل سره د خونړیو نښتو سبب کېږي.

د مرکزي اسیا په دې دواړو هېوادونو کې د روسیې پوځي اډې دي او له مسکو سره نژدې اړیکې لري.

روسیې تېره اونۍ په دواړو هېوادونو ټینګار وکړی چې نښتې دې ودروي.