د بښنې نړيوال سازمان موندنې: طالبانو په غور کې شپږ هزاره افغانان وژلي

طالبان د پوځي عملياتو پر مهال - ارشيف

د بښنې نړېوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، د دوی د موندونو پر بنسټ طالبانو د افغانستان په غور ولایت کې په قصدي ډول شپږ هزاره افغانان وژلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، طالب جنګیالیو د افغانستان په غور ولایت کې په قصدي ډول پر توکمیزو لږکیو د برید په پایله کې شپږ هزاره ګان وژلي دي.

ددې سازمان په خبره، د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۶مه طالبانو په غور ولایت کې د یوه پخواني امنیتي چارواکي محمد مرادي چې د تېر حکومت کې سیمه‌ییز پولیس وو او د طالبانو په ضد جنګېدلی وو په لټه کې د شپې د عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان ونیول او وروسته یې ووژل.

د بښنې نړیوال سازمان ویلی دي، په دې عملیاتو کې د طالبانو په ډزو کې د مرادي دوه لوڼې چې یوه یې دولس کلنه وه هم وژل شوي دي.

د بښنې نړېوال سازمان لیکلي چې مرادي په دې وروستیو کې د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چهار اسیاب کې خپل کور ته راستون شوی و.

د بښنې نړيوال سازمان نښان

ياد سازمان وايي، دا برید د هغو خلکو د غیرقانوني هدفي وژنو د یوې پراخې بڼې یوه برخه ده چې طالبان یې د مخالفانو په توګه ګڼي.

عیني شاهدانو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي، چې د برید په شپه طالب ځواکونو د مرادي پر کور د درنو توپونو او راکټ ډزې وکړې.

خو د طالبانو حکومت بیا په دغه ولایت کې د یادې پېښې څخه بې خبري ښيي او وايي په دې تړاو به پلټنې وشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوي ځواکونه هیڅ وخت داسې کړنه نه ترسره کوي چې کوم قوم ته په‌کې زیان ورسیږي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي وويل: "په غور ولایت کې د هزارګانو د وژلو په اړه موږ کوم راپور نه‌لرو، هلته به څېړنه وکړو چې څه خبره ده، اسلامي امارت هیڅ وخت داسې کړنه نه‌کوي چې کوم قوم ته زیان ورسیږي، هزاره ګان خو په ټول افغانستان کې شتون لري، ولې څوک ددې په خاطر څوک وژني چې هغه هزاره ده."

د بښنې نړېوال سازمان په ۲۰۲۱ کال کې هم په غزني او دایکندي ولایتونو کې د ورته پېښو په اړه راپورنه خپاره کړي و خو بیا وروسته د طالبانو لخوا هغه مهال هم رد شوي و.