امريکا له اوکرايين سره د ۶۰۰ ميليون ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

اوکرايين سره د امريکا پوځي مرسته - ارشيف

سپینې ماڼۍ له اوکرايین سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو اضافي پوځي مرستې اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ داسې وخت د اوکرايین لپاره د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو اضافي پوځي مرسته اعلان کړې ده چې امریکا د روسیې یرغل پر وړاندې د کییف د ځوابي حملو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سپټمبر پر ۱۵مه د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې، ولسمشر جو بایډن به د ولسمشریزې غوښتنې واک، چې له مخې یې هغه د امریکا له زېرمو څخه وسلې انتقالولی شي، وکاروي.

سپینې ماڼۍ په بیان کې ویلي دي چې، په مرستو کې وسایل، خدمات او روزنه شامله ده.

په بیان کې په دې اړه تفصیل نه‌شته چې واشنګټن به کییف ته کوم ډول وسلې ورکړي.

خو رویټرز اژانس د سرچینو په حواله ویلي دي، تمه ده چې په مرستو کې به د هېمار په نوم د راکټونو په ګډون وسلې شاملې وي.

واشنګټن پر اوکرايین د روسیې له حملې راهیسې کییف د شاوخوا ۱۵.۱ میلیارد ډالرو امنیتي مرستې لېږدولې دي.