پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسېد

پاکستان کې سېلابونه

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰ تنو لوړ شوی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) تېر ماښام په يو بیان کې ویلي دي چې، د سپټمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې د ۲۲ کسانو مړینې له تأیيدېدو سره د جون له نیمايي راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۵۰۸ ته رسېدلی دی.

په دې کې ۵۳۶ ماشومان هم شامل دي.

اېن ډي اېم وايي، د سږنیو بارانونو او سېلابونو له وجې په ټول هېواد کې تر ۵۸۱،۰۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي.

بیان زیاتوي چې اوس‌مهال د سیند صوبې په کوټري سیمه کې د منځنۍ درجې سېلاب دی خو په نورو سیندونو کې د اوبو مقدار په کمېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا حکومت په سېلاب ځپلو سیمو کې د اوښتي زیانونو معلومولو لپاره سروې ته دوام ورکړی دی.

د اعلا وزیر دفتر د سپټمبر پر ۱۴مه په بیان کې ویلي و چې، د سروې تر بشپړېدو وروسته به ټولو اغېزمنو ته تاوانونه ورکړي.

د پاکستان حکومت وايي، د بارانونو او سېلابونو له وجې هېواد ته د ۳۰ میلیارد ډالرو تاوان اوښتی دی.