ټاکل شوې د افغان فوټبال د ځوانانو لوبډله نن له عمان سر مخامخ شي

د فوټبال افغان لوبغاړي - ارشيف

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډله نن د اسیا تر شلو کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولیو په سیالیو کې له عمان سره مخامخ شي.

دا لوبه نن د افغانستان په وخت د مازدیګرپه پنځه نیمې بجې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ لومړنۍ لوبه ټایلنډ ته د درې د صفر په مقابل کې بایلوده.

دغه سیالۍ چې د سپټمبر په ۱۴مه پیل شوي، د سپټمبر تر ۱۸مې پورې د مسقط په سلطان قابوس لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان لوبډله په خپل ګروپ کې د تایلنډ، فلیپین او عمان له ټیمونو سره لوبې کوي.