د جاپان حکومت د نه ملاتړ له امله يو شمېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشيف

د راپورونو له مخې په لسګونو هغه افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته جاپان ته تښیدلي و، د جاپان د حکومت د ملاتړ د نشتوالي له امله بېرته افغانستان ته تللي دي.

د جاپان د کویډو خبري اژانس د راپور له‌مخې جاپان ۱۶۹ افغانانو ته پناه ورکړې وه چې ۵۸ یې بېرته افغانستان ته تللي دي.

دغو افغانانو ویلي چې، تر فشار لاندې و او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت یې کافي ملاتړ ونه‌کړ.

اووه نور افغانان له هغه هېواده امریکا او برېتانیا ته تللي دي.

هغو افغانانو چې جاپان ورته پناه ورکړې، اکثرو یې په کابل کې د جاپان له سفارت او د جاپان د نړیوالې همکارۍ له ادارې سره کار کاوه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ څانګې ویلي، هیڅ یو افغان یې دې ته نه‌دی هڅولی چې بېرته افغانستان ته لاړشي او زیاتوي یو کال یې د دغو افغانانو ملاتړ کړی، خو نور د هغه چا ملاتړ نه‌شي کولای چې له سفارت سره کار نه کوي.

یوه افغان دې اژانس ته ویلي چې، د هیلو ورک Hello Work په نوم د جاپان د کار موندنې ادارې ورته ویلي، په دې هېواد کې د کار موندلو هیڅ، یعنې یو فیصد چانس لري.