زلنسکي له روسي ځواکونو نيول شوي 'ايزيوم' ښار ته سفر کړی

د اوکرايين ولسمشر له اوکراييني پوځيانو سره

د اوکرايین ولسمشر پرون د دغه هېواد ایزیوم ښار ته سفر کړی و.

دا د اوکرايین په ختیځ کې یو له لویو ښارونو دی چې په دې وروستیو کې اوکرايیني ځواکونو له روسي پوځیانو ونیوه.

د اوکرايین پوځ ویلي، زلنسکي او پوځي چارواکو په دې ښار کې د دغه هېواد د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

پرون د اوکراين ولسمشر وويل، له روسيې ځواکونو يې سلګونه سيمې چې په‌کې ښارونه او ښارګوټي هم شامل دي، بېرته نيولي دي.