ګوتيريش: ټوله نړۍ کې ډيموکراسي د شاتګ په حال کې ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، رسنیز کارکوونکي له سانسور، توقیف او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

ګوتیریش زیاته کړې چې له ازادو مطبوعاتو پرته ډیموکراسي دوام نه‌شي کولای.

نن د سپټمر ۱۵مه د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې په نړۍ کې د ازادو رسنیو پر اهمیت ټینګار کوي چې په افغانستان کې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بیان پر ازادۍ کړۍ تنګه شوې ده.

طالبان بیا وایي، د بیان ازادي ته ژمن دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي توماس نیکلاسون تازه ویلي، افغانستان کې خبریالان او رسنیز کارکوونکي له خپل سره توقیف او ځورنې سره مخامخ دي.