ناسا غواړي د ستور بېړۍ په وسيله د يوې اسماني ډبرې تګ‌لوری بدل کړي

تصویر آرشیف

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ملي اداره وايي، د یوې ستور بېړۍ په وسیله د یوې اسماني تیږې د تګ لوری بدلوي.

ناسا غواړي خپله ستور بېړۍ، چې دارټ نومېږي له یوې اسماني ډبرې سره، چې دیمورفوس (Dimorphos) نومېږي، ټکر کړي.

د ناسا دا ستور بېړۍ په ساعت کې ۲۴ زره کیلومتره سرعت لري.

ټاکل شوې ده چې د ناسا ستور بېړۍ د سپټمبر په ۲۶مه نېټه له دیمورفوس سره ټکر شي.