روغتيايي چارواکي: زابل کې د نس ناستې ناروغۍ سلګونه مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

په زابل کې روغتیايي چارواکې وایې، په وروستیو ورځو کې یې د نس ناستې په سلګونه مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا پېښې په مرکز، سیوري، ترنک او ارغنداب ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

نوموړي وويل: "له درې ورځو راهېسې له بدمرغه د زابل د سیوري په بدین سیمه کې، د مرکز په ترنک کې او همدارنګه د ارغنداب په ملي خېلو او عراقو سیمو کې د شدیدې نس ناستې ګڼې پېښې رامنځ ته شوې چې تر اوسه د ثبت شویو ناروغانو شمېره نژدې اتو سوو ته رسیږي."

ښاغلی حکمیې وویل، روغتيايي ډلې سیمې ته رسېدلي دي او د ناروغانو درملنه روانه ده.

هغه زیاته کړه، هغه مریضان چې وضعیت يې خراب دی ځانګړو روغتونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې ناروغۍ څخه د مړینې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

تېره میاشت په زابل کې د سېلابو او نس ناستې له کبله شپږ تنه مړه شوی وو.