ایران د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ څارونکو سره همکارۍ ته چمتووالی وښود

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني

ایران وايي، د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ له څارونکو سره همکارۍ ته تیار دی.

ایران د اتومي انرژۍ له څارونکو څخه په عین حال کې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په موضوع کې د اسراییل فشارونو ته غاړه کې نه ږدي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني دا خبره نن دوشنبه د اټومي انرژۍ د نن ورځې تر مهمې ناستې مخکې وکړه.