پوتين په اوکرايين کې د يوې اټومي فاجعې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د اوکرایین په اشغالي سیمو کې د اوکراییني ځواکونو له پرمختګ سره جوخت د روسیې ولسمشر د یوې اټومي فاجعې خبرداری ورکړی دی.

ولاديمیر پوتین داسې وخت د اوکرايین په ختیځ کې د زاپروژیا په اټومي بټۍ کې د اټومي فاجعې خبرداری ورکړی چې د اوکرایین پوځیان د روسیې له خوا د اشغال شویو سیمو په بیا نیولو کې پرمختګ کوي.

پوتین یکشنبه له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره په ټيلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د روسي پوځيانو تر کنټرول لاندې په زاپروژيا اټومي بټۍ باندې د اوکراییني ځواکونو بریدونه به ناوړه پایلې ولري.

کرملین د پوتین په حواله ادعا کړې چې اوکرایني ځواکونه په دې اټومي بټۍ په تېره د اټومي پاتې شونو په زېرمو باندې مکرر بریدونه کوي.

زاپروژيا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې دمګړۍ د روسي پوځیانو له خوا اشغال شوې ده.