طالبانو ترکيه کې افغان قونسلګرۍ لپاره استازی ټاکلی

د ترکيې بيرغ

د طالبانو حکومت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سرپرست سر قونسل په توګه د عبدالله صالحي د ټاکل کېدو خبر ورکړی.

د ښاغلي صالحي د تقرر خبر په هغه مکتوب کې ورکړل شوی دی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له لاسلیک سره ازادي راډیو ته رسېدلی.

دا مکتوب په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ هم تأیید کړی دی.

عبدالله صالحي مخکې له دې په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی سکرټر و.

ښاغلی صالحي لومړنی افغان ډیپلومات دی چې د طالبانو له خوا په ترکیه کې ټاکل کېږي.

ښاغلی صالحي د هالنډ په هاګ ښار او انقره کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دي.