د ملکې الیزابت تابوت له بالمورال ماڼۍ اډینبورګ ته ولېږدول شو

د ملکې الیزابت دویمې تابوت د موټر په واسطه له بالمورال ماڼۍ نن ولېږدول شو.

د ملکې الیزابت دویمې تابوت د موټر په واسطه له بالمورال ماڼۍ نن ولېږدول شو او تر شپږساعته مزله وروسته به اډینبورګ ته ورسېږي.

ملکه الیزابت تر اویا کلن سلطنت وروسته تېره پنجشنبه په بالمورال کې مړه شوه.

خاورو ته د هغې د سپارلو مراسمو راروانه اوونۍ د سپټمبر پر ۱۹مه ترسره کېږي.

د ملکې مشر زوی چارلز درېیم رسماً د پاچا په توګه اعلان شوی دی.