یونېسف افغان سېلاب ځپلیو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي

کاپیسا کې زلزله ځپلي خلک

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یا یونېسف وايي، د دوی ۲۱ګرځنده روغتیايي او د تغذیې ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلاب ځپلیو کورنیو او ماشومانو روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دغه دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې په زرګونو کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني پرون د وروستیو ځاني او مالي زیانونو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان شهیدان، ۲۶۵ ټپيان، ۱۲۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه څه د پاسه ۹ زره څاروي له منځه تللي دي."

دغه سېلابونه د چنګاښ/سرطان له لومړۍ د وږي/سنبلې تر لسمې پورې بهېدلي، چې تر ۲۹زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه یې هم تخریب کړې ده.