د اوکراین ځواکونه خارکیف کې کوپیانسک ته ننوتل

د خارکییف یوه څنډه

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې تایید کړه، چې د دوی ځواکونه د اوکراین په شمال ختیځه سیمه خارکیف کې مهم ستراتیژیک ښارګوټي کوپیانسک ته ننوتل.

دغې ادارې پرون د خپل ټلګرام په چنل کې ځینې عکسونه هم خپاره کړي او ورسره لیکل شوي، د دوی ځانګړي ځواکونه کوپیانسک ته ننوتل، دا د اوکراینیانو ښارګوټي و او وي به.

له ګڼو شواهدو داسې ښکاري چې د اوکراین پوځیانو په جنوبي سیمه خرسون کې هم چې له څو اوونیو په کې جګړې شوي، پرمختګونه کړي دي.