کندهار کې د اوسپنیزو او وړو بانک نوټونو نه اخیستو ستونزې رامنځته کړي

ارشیف: کندهار کې په یوه سړک د صرافیو هټۍ

د کندهار هټیوال او صنعت کاران وايي، په دې وروستیو کې بانکونه د افغانیو اوسپنیز او واړه بانک نوټونه نه اخلي چې دې مسئلې د صنعت کارانو د کاروبار او ګټې مخه نیولې ده.

صنعتکاران وايي، له مشتریانو سره یې کاروبار ټول په واړه بانک نوټونو دی، خو بانکونه بیا ورڅخه دغه نوټونه چې زاړه شوي نه قبلوي.

بلخوا د کندهار د صنعت او معادن خونه وايي، که د طالبانو حکومت دې ستونزې ته پام ونه کړي نو صنعت خونې به وتړل شي.

تر دې مخکې د کندهار صرافانو د افغانیو بانک نوټونو د کمښت څخه شکایت کړی و او د نويو بانک نوټونه د ژر چاپ غوښتنه یې کړې وه.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور