ملګري ملتونه: اوسمهال درې میلیونه افغان نجونې له زده کړو پاتې دي

بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د مرستې صندوق وايي چې په افغانستان کې اوسمهال درې میلیونه نجونې له زده کړو پاتې دي.

یونېسف په یوه بیان کې چې پرون د وږي په اتلسمه نېټه پر ټویټر خپور شو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو بیا غور وکړي او د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یوکال شو خو له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ ښوونځي بند دي.

تېره اونۍ په پکتیا ولایت کې د نجونو ځینې ښوونځي پرانیستل شول، خو طالبان وايي نه پوهېږي چې دا ښوونځي د چا په امر فعال شوي دي.

د طالبانو حکومت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د پرېکړې لپاره یوه کمېسیون ته دنده سپارلې وه خو د دې کمېسیون د کار نتیجه تراوسه لا نه ده معلومه شوې.