الکوزی: پاکستان هرکال د مېوو صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي

ارشیف: د تورخم بندر یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه پر پاکستان تور لګوي چې هر کال د مېوو په فصل کې د افغانستان د مېوې د صادراتو لپاره ستونزې جوړوي.

پاکستان تېره اونۍ د انګورو، انارو او مڼو په ګډون د افغانستان د پنځه ډوله مېوو پر هر ټن مالیه له یوولس زرو څخه اتیازره روپیو ته لوړه کړه. پرون که څه هم دا پرېکړه بېرته لغو شوه، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي تېر ماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې دې پرېکړې افغان سوداګر او باغداران سخت زیانمن کړل.

هغه وویل: "متاسفانه چې هرکله زموږ د مېوو وخت رارسېږي داسې یو مشکل موږ ته پیدا کېږي چې نه یوازې سوداګرو بلکې باغدارانو او کروندګرو ته ډېر اقتصادي او مالي زیان اړوي. دوی بالاخره دا پرېکړه واخیسته خو هیله لرو چې دا ستونزه به په راتلونکي کې بیا پیدا نه شي."

د راپورونو له مخې د تعرفې د لوړولو له پرېکړې وروسته په تېرو څو ورځو کې د افغان سوداګرو لسګونه په مېوو بار ټرکونه په سپین بولدک کې ودرېدل او مېوې یې خوسا شوې او له منځه ولاړې.