نن د 'بريدونو په وړاندې د تعليم د خونديتوب' نړيواله ورځ ده

د افغانستان يو ښوونځی

افغانستان یو له هغو هېوادونو چې لسګونه ښوونیز مرکزونه یې په تېرو کلونو کې د خونړیو بریدونو او بمي چاودنو هدف ګرځېدلي.

د ملګرو ملتونو په ویب‌پاڼه د بریدونو په وړاندې د تعلیم د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت لومړنی عکس د افغانستان د یوه ښوونځي دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش نن د دې ورځې په مناسبت په یوه ټوېټري بیان کې ویلي، د شرم وړ او د نه منلو خبره ده چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې ۹۰۰۰ زده کوونکي او ښوونکي په بریدونو کې وژل شوي، ټپیان او یا تښتول شوي.

هغه ټینګار کړی چې ښوونځي باید د زده کړو، خوندیتوب او سولې مرکزونه وي.