د پاکستان ستره محکمه: عمران خان به محکمې ته د سپکاوي په تور رسما تورن شي

عمران خان

د پاکستان سترې محکمې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې، پخوانی صدراعظم عمران خان به د روانې میاشتې په پای کې محکمې ته د سپکاوي په تور رسماً تورن کړي.

عمران خان د پولیسو او قاضیانو په اړه د مخکینو څرګندونو په اړه پښېماني څرګنده کړې ده.

په اسلام اباد کې د قاضي القضات په مشرۍ د سترې محکمې پنځو قاضیانو وویل، عمران خان به د سپټمبرپه ۲۲مه تورن شي.

نوموړی تورن شوی چې یوې ښځینه قاضي ته یې چې د ده یو نږدې همکار یې پر خیانت تورن کړی و، ګواښ کړی و او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی.

عمران خان وروسته له هغه تورن شو چې ژمنه یې کړه وه چې، د دغې قاضي او د هغو پولیس افسرانو په وړاندې به چې د ده همکار یې له نیولو وروسته شکنجه کړی، محکمې ته شکایت وکړي.

د اسلام اباد د سترې محکمې له پرونۍ پرېکړې مخکې عمران خان دا منلې وه چې څرګندونې یې سمې نه وې خو د بخښنې له غوښتنې یې ډډه کړې وه.

خو قاضي القضات وویل چې، د عمران خان ځواب د قناعت وړ نه‌دی.