اوچا: ۲۵ ميليون افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

يو شمېر بې‌وزله افغانان

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستې د همغږۍ کوونکې اداره اوچا وایي، د افغانستان نولس میليون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

دغه راز ۲۵ ملیون وګړي یې په بې وزلي کې ژوند کوي.

اوچا پرون په يوه ټویټ کې ویلي، ۵،۸ ملیونه کسان له اوږدې مودې په کور دننه په ځایه کېدو په حالت کې ژوند کوي او په زرګونو کورونه سېلابونو او زلزلو وران کړي دي.

اوچا ویلي، په را روان ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دغه زیانګالي خلک خوړو، تغذیې، ګرمو جامو او سرپناه ته اړتیا لري چې باید ملاتړ یې وشي.