د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زاپوريژيا اټومي بټۍ کې وضعيت له کابو کېدو وتلی دی

د زاپوريژيا اټومي تاسيسات

د نړیوالې اټومي انرژۍ اداره وایي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي تاسیساتو کې اوسنی وضعیت له کنټروله وتلی او د یوې اټومي پیښې د مخنیوي لپاره عاجالو اقداماتو ته اړتیا ده.

د دې ادارې مشر له روسیې او اوکراین دواړو غوښتي چې، د دغو تاسیساتو شاوخوا د اټومي مصؤنیت او د خوندي امنیت یو زون رامنځته کړي.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي تاسیساتو کې روان وضعیت د ادارې وړ نه دی او په دې تاسیساتو کې د یوې اټومي پېښې د مخنیوي لپاره سمدستي موقتو تدابیرو ته اړتیا لیدل کېږي.

د دې ادارې مشر رافایل ګروسي بېګاه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، دا له اور سره لوبې ته ورته کار دی او هره شېبه امکان لري چې یو اټومي ناورین رامنځ ته شي.

ښاغلي ګروسي دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې دې ادارې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ.

د زاپوريژيا اټومي بټۍ

په دې راپور کې له روسیې او اوکراین څخه غوښتنه شوې چې په زاپوریژیا کې د اټومي امن یو خوندي زون رامنځته کړي.

همدارنګه غوښتنه شوې چې پر دې تاسیساتو او شاوخو سیمو دې ډزې سمدستي ودرول شي ترڅو دغو اټومي تاسیساتو ته نور زیان ونه رسیږي او هم یې د عملیاتي کارکونکو امنیت خوندي شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې دغه راپور وروسته له هغې خپور کړ چې د ښاغلي ګروسي په مشرۍ د ملګروملتونو څارونکو په دې وروستیو کې له دغو تاسیساتو کتنه وکړه.

دغه اټومي تاسیسات چې د روسیې د پوځ په کنټرول کې دي، عملیاتي چارې یې اوکرایني تخنیکي کارکونکي مخته وړي.

په دې اړه نور: د اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زاپوريژيا اټومي بټۍ کې وضعيت د ادارې وړ نه‌دی

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې، د دغو او د اوکراین د نورو اټومي تاسیساتو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره تر ټولو غوره اقدام دادی چې روانه جګړه ودرول شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، دوی چمتو دي په دې اړه سمدستي مشورې پیل کړي چې د زاپوریژیا، د اروپا په ترټولو لوی اټومي بټۍ کې د امنیت زون رامنځته شي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش له روسیې او اوکراین دواړو غوښتي چې په دې سیمه کې د امنیتي زون له ایجادولو سره موافقه وکړي.

ګوتیرش د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته وویل، په دوهم ګام کې به د یوې غیر نظامي سیمې رامنځته کول یقیني کېږي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش

په تېره روسي ځواکونه باید ژمنه وکړي چې، د دغو تاسیساتو له ساحې ټول پوځي پرسونل او تجهیزات باسي او اوکرایني ځواکونه به هم ژمنه کوي چې دغو تاسیساتو ته به نه ننوځي.

په ملګروملتونو کې د روسیې استازي واسلي نیبنزیا د امنیت شورا غونډې ته وویل، روسیه په دې خواشینې ده چې په دغه راپور کې پر دې ځای د ډزو په خاطر کییف ګرم نه‌دی بلل شوی.

هغه وروسته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه په دې سیمه کې د یوه خوندي زون رامنځته کېدو ته چمتو ده وویل، دغه وړاندیز جدي نه‌دی او زیاته یې کړه چې که دا کار وشي اوکراینیان به سمدستي دې ته ځای ته ننوځي او هرڅه به وران کړي.

ښاغلي نیبنزیا ادعا وکړه چې روسان د دغو تاسیساتو دفاع کوي.