د افغانستان په شمال ختيځ کې د زلزلو له امله ۶ تنه مړه شوي او ۹ ژوبل دي

د زلزلو له امله ويجاړ شوی کور - ارشيف

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د افغانستان په شمال ختیځ کې پرون دوه زلزلې وشوې چې د یوې په نتیجه کې یې شپږ تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل، دغې خونړۍ زلزلې د کونړ ولایت ته ټکان ورکړی دی.

د امریکا د جیولوژۍ د مطالعاتو مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۳ ثبت کړی دی.

بله زلزله په بدخشان کې شوې چې شدت یې ۴،۸ ثبت شوی.

ښاغلي حقاني ویلي، د بدخشان د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دوه ورځې مخکې هم په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې زلزله شوې وه چې د چارواکو په خبره د تلفاتو شمېر یې اتلسو کسانو ته رسېدلی دی.